Landeshauptstadt Dresden - bibo.dresden.de

https://www.bibo-dresden.de/de/benutzung/information-in-various-languages/paxto.php 13.06.2023 14:37:08 Uhr 06.05.2024 08:32:31 Uhr

پښتو

په درسدن کې د ښار کتابتون څخه د ګټه پورته کولو په اړه معلومات

1 په درسدن کې د ښار کتابتون ته ښه راغلاست

تاسو کولی شئ وړیا کتابتون ته لاسرسی ولرئ. د کتابتون دننه زموږ کتابونه او رسنۍ هم د وړیا ګټه پورته کولو په موخه ستاسو لپاره شتون لري.

که تاسې غواړئ د ټولو وړاندیزونو نه بشپړه ګټه پورته کړئ، تاسو د درسدن ښار کې د کتابتون د غړیتوب کارت ته اړتیا لرئ. نوموړی کارت په درسدن ښار کې د ټولو کتابتونونو لپاره اعتبار لري.

د دې کارت په درلودو سره تاسو کولی شئ:

- د کتابتون څخه بهر د لوستلو لپاره کتابونه په پور واخلئ او د کتاب د پور وخت وغزوئ،
- تاسو د خپل کار ځای څخه کولی شئ چې د انټرنیټ او د کنفرانس وسیلو څخه ګټه پورته کړئ،
- تاسو کولی شئ زموږ له آنلاین خدماتو څخه ګټه پورته کړئ، د بیلګې په توګه بریښنایی کتابونه ډاونلوډ کړئ.

2 نوم لیکنه

د کتابتون کارت د ترلاسه کولو لپاره اړتیا لرئ چې په کتابتون کې نوم لیکنه وکړئ. نوم لیکنه یوازې د حاضریدو په صورت کې امکان لري.

د کتابتون کارت یوازې د کارت لرونکي لخوا د استفادې وړ دی. د غیرمجاز لرونکو وګړو لخوا د کتابتون له پردي کارت څخه د احتمالي ناوړې ګټې اخیستنې په صورت کې د کارت خاوند مسوول دی.

2.1 اړوند اسناد

په مهربانۍ سره لاندې اسناد د نوم لیکنې پرمهال وړاندې کړئ

- لویان او تنکي ځوانان
د پیژندنې سند (لکه پیژندپاڼه، د اقامت اجازه، د لنډمهال اقامت اجازه)
د ادرس سند (لکه د ادرس ګواهنامه، درسدن پاس، نسبت او رابطه)

- هغه تنکي ځوانان چې د پیژندنې اسناد ونه لري
د کوچنیانو د پیژندنې اسناد، د ښوونځي پیژندنې اسناد (یوازې انځوریز پلاستیکي کارتونه د منلو وړ دي) او یا د قانوني محافظت کوونکي د پیژندنې اسنادو کاپي.

کوچنیان کولای شي له 6 کلنۍ وروسته نوم لیکنه وکړي. هغه کوچنیان چې عمرونه یې له 14 ټیټ دي، له مور او پلار څخه یو یې باید د لاسلیک د لارې مسولیت یې پرغاړه واخلي.

2.2 د استفادې لګښت

- د 12 میاشتو لپاره د استفادې لګښت

کورنۍ: 30 یورو
کورنۍ له ګډون سره: 25 یورو
لویان: 20 یورو
لویان له ګډون سره: 15 یورو
کوچنیان او له 17 کلونو ټیټ ځوانان: وړیا
درسدن پاس لرونکي د درسدن پاس په وړاندې کولو سره: وړیا

- د 6 میاشتو د استفادې لګښت

لویان: 10 یورو

2.3 د شخصي اطلاعاتو تغییر، د کتابتون کارت ورکیدل

د فردي اطلاعاتو تغییر او د کتابتون کارت له ورکیدو سمدلاسه باید کتابتون ته خبر ورکړئ.
د مثنی کارت لګښت په لاندې ډول دی:

- د لویانو او هغو تنکیو ځوانانو لپره چې له 14 کلونو لوړ وي: 5 یورو
- د کوچنیانو لپاره: 2.50 یورو

3 له اینټرنیټي چوپړتیاو ګټه پورته کول

په دې ویبسایټ www.bibo-dresden.de کې کولای شئ د درسدن کتابتون اړوند پاڼې ومومئ. دلته کولای شئ د استفادې شرایطو، د کار ساعتونو، ادرسونو، د کتابتون د ټلیفون شمارو، د هغوی ځانګړو چوپړتیاو، برنامو او اطلاعاتو په اړه دقیق معلومات ترلاسه کړئ.

د درسدن ښاروالۍ کتابتونونو آنلاین کتلاګ دلته موندلی شئ: katalog.bibo-dresden.de. تاسې کولی شئ زموږ ډیجټل وړاندیزونه لکه ای - میډیا، ای - زده کړه او همدارنګه موسیقي او فلمونه دلته ومومئ: www.ebibo-dresden.de.

د یو ثبت شوي کاروونکي په توګه کولای شئ د آنلاین اساسي لیست د لارې خپل کاروونکي حساب ته ورننوځئ. د خپل کاروونکي حساب د پرانیستلو لپاره د خپل کاررونکي حساب نوم او رمز ورکړئ. د کاروونکي حساب نوم د کتابتون د کارت له مخې پیدا کولای شئ. لومړی اتومات ورننوتني رمز ستاسو د زیږیدنې له لومړیو 4 عددونو جوړ شوی دی (د زیږیدنې تاریخ: 09.08.1960 د - ورننوتني رمز: 0908). د امنیتي دلایلو له امله توصیه کوو چې دغه رمز ته تغییر ورکړئ.

4 له کتابتون څخه بهر د رسنیو څخه کار اخیستل

4.1 د کتاب په پور اخیستل

د ځینې کتابتونونو څخه د کتابونو پور اخیستل (او بیرته د کتاب ورکول) په وسیله کې پخپله ستاسو لخوا او یا هم په نورو کتابتونونو کې د کتابتون پرسونل لخوا ترسره کیږي.

د کتابونو د پور اخیستلو لپاره تاسو په دواړه حالتونو کې د کتابتون کارت ته اړتیا لرئ.

د وسیلې سره د کتاب پور اخیستلو په وخت کې د پور اخیستلو پروسه د "پای ته رسولو" تڼۍ په کښیکاږلو سره بشپړه کړئ. د وسیلې څخه د ناپوهه نفر د پور اخیستلو په موخه د کار اخیستلو له امله د زیان رسیدو په صورت کې به پور اخیستونکی مسؤل وي.

د پور اخیستلو پروسه د "پای ته رسولو" تڼۍ په کښیکاږلو سره بشپړه کړئ. د وسیلې څخه د ناپوهه نفر د پور اخیستلو په موخه د کار اخیستلو له امله د زیان رسیدو په صورت کې به پور اخیستونکی مسؤل وي.

د پور اخیستو په وخت کې به تاسو د پور اخیستو یو تاییدي ترلاسه کړئ چې د هرې رسنۍ د بیرته ستنولو نیټه ورباندې لیکل شوې وي. تاسو د بریښنالیک او یا هم د پیغام له لارې د پور اخیستو د مودې پای ته رسیدو څخه خبرول کیږئ. د دې اضافي خدماتو لپاره کتابتون مسؤلیت په غاړه نلري.

4.2 د پور اخیستلو موده

د بیلابیل رسنیو د پور اخیستلو موده توپیر لري.

8 اونۍ
شیټ موسیقي

4 اونۍ
کتابونه، نقشې، ترکیبي رسنۍ، د ژبې ټولګي، لوبې، کونسول لوبې، سي.ډي-روم

2 اونۍ
ورځپاڼې، مجلې، سي ډي ګانې، ال پي ګانې،ډي.وي.ډي ګانې، بلوریډیسکونه

پور اخیستل شوي رسنۍ باید د نورو سره شریکې نه کړل شي.

مهرباني وکړئ د رسنیو د پور اخیستو دمخه ځان د هغوی د روغتیا او بشپړتیا په اړه ډاډه کړئ او د کوم زیان په ګوته کولو په صورت کې یې سمدستي زموږ پرسونل ته ووایاست.

4.3 بیرته ورکول

ټول پور اخیستل شوي رسنۍ باید تر ټاکلي مودې پورې بیرته کتابتون ته ستانه کړل شي. د بیرته ستنولو نیټې په اړه معلومات به د پور اخیستلو د تاییدي پاڼه او د کارولو حساب کې تاسو ته درکړل شي. د رسنیو بیرته ستنول په ټولو ښاري کتابتونونو او د هرچا په واسطه شونې دي.

که چیرې رسنۍ هغه ښاري کتابتون ته وسپارل شي چې ورڅخه پور نه وي اخیستل شوی، نو باید د هرې رسنۍ لپاره د لیږد 0.20 یورو تادیه کړئ.

4.4 تمدید یا د مودې غزول

د پور اخیستلو موده یوځل د پور تر مودې پورې غزول کیدی شي، مګر که چیرې کتابتون د نوموړي کار په وړاندې خپل دنني دلایل ولري (مثلا د نورو کارونکو لخوا د رسنۍ دمخه غوښتنه). د مودې غزول د تلیفون له لارې، د کتابتون پرسونل سره نږدې کتلو، د پور اخیستلو پاڼې او یا هم په فردي ډول د کارولو حساب له لارې ترسره کیدی شي. خپل د کارولو حساب پدې آدرس katalog.bibo-dresden.de کې د آنلاین کتلاګ څخه اخیستلی شئ.

مهرباني وکړئ خپل د کارولو حساب کې د مودې بریالي غزولو څخه ډاډ لاسته راوړئ. په مشکوک مواردو کې د کارولو حساب کې ثبت شوي معلومات د ټاکلو وړ دي.

4.5 نښه ایښودل/سفارش

پور اخیستل شوي رسنۍ یا هغه رسنۍ چې په نورو کتابتونونو کې شتون ولري، کولی شئ د 1.20 یورو په لګښت یې د خپلې خوښې ښاري کتابتون کې غوښتنه وکړئ.

کتابتون د پوست، بریښنالیک یا اس.ایم.ایس له لارې تاسو ته ستاسو د خوښې وړ رسنۍ د چمتو کیدو په اړه معلومات درکوي. دمخه غوښتل شوي رسنۍ تر 1 اونۍ پورې کتابتون کې د سپارلو لپاره چمتو وي. دا لګښت د کتاب نه اخیستلو په صورت کې هم باید تادیه شي.

4.6 د ځنډ لګښت/د زیان جبران کول

د مجاز مودې څخه ډیر ځنډ په صورت کې د ځنډ لګښت باید تادیه شي.

د ځنډ لګښتونه د ورځې له مخې چې کتابتون پرانیستی وي او د رسنیو له مخې په لاندې توګه دي:
- لویان/تنکي ځوانان چې د 14 کلونو نه ډیر عمر لري: 0.40 یورو
- ماشومان چې د 14 کلونو نه کم عمر لري: 0.20 یورو

د رسنۍ بیرته نه ورکولو په صورت کې به لګښت لرونکي خبرتیاوې یا اخطارونه لاسته راوړئ.

4.7 زیان یا د رسنیو ورکول

هغه رسنۍ چې ستاسو لخوا زیان ویني یا ورکیږي باید جبران شي. د هغه رسنیو لپاره چې پرځای یې باید نورې ځای په ځای شي د هرې رسنۍ پرسر 2.50 یورو لګښت لري.

4.8 د لګښتونو حد اکثر

که چیرې ستاسو د کارولو حساب کې د لګښتونو انډول 10.00 یورو ته ورسیږي، نو د رسنۍ د مودې غزولو او په نورو کتابتونونو کې د انټرنیټ کارول به شونې نه وي.

5 ټولیز ټکي

د کتابتون پرسونل کولی شي له تاسو څخه غوښتنه وکړي چې خپل بکس، کڅوړه او یا هرډول لوی او درانده شیان په ټاکلي ځایونو کې کیږدئ یا دا چې د ساتلو لپاره یې وسپارئ. د دغه وسایلو ورکیدو او یا زیانمن کیدو په صورت کې کتابتون یوازې د لټتوب یا هم ګرم کیدو په صورت کې مسؤلیت په غاړه اخلي.

مهرباني وکړئ په کتابتون کې د شتون پرمهال نورو مراجعه کونکو ته پاملرنه ولرئ. مزاحمت کونکی چلند او د ژویو درلودل په کتابتون کې مجاز ندي.

خوراک او څښاک یوازې هغه ځایونو کې شونی دی چې د دغه کار لپاره ځانګړي شوي دي.

مهرباني وکړئ د پرسونل توصیه ته توجه وکړئ.

په کتابتون کې موجود د کاپي کولو وسیله په یوبل شرکت پورې اړه لري کوم چې د کاپي کولو لګښت ټاکي. کاپي کول یوازې د ناشر د حقونو په پام کې نیولو سره شونی دي.

کتابتون په کمپیوټرونو او وسیلو کې نصب سخت ابزار او نرم ابزار (لکه ویرسونه) څخه راولاړیدونکي زیانونو لپاره مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

نور معلومات د اعلاناتو تابلو ګانو کې د کارولو قوانیو او کورنۍ مقرراتو څخه ترلاسه کړئ.

زموږ همکاران په لیوالتیا سره ستاسو د پوښتنو ځواب ویلو ته چمتو دي.